
سي اېناېن راپور ورکړی، چې امریکا د ملي امنیت لپاره په خپله نوې اعلان شوې ستراتیژي کې ويلي، چې واشنګټن نور د نړیوالو جګړو او لاسوهنو پر ځای خپل کورني امنیت او اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
سرچينه وايي، د امريکا په دې نوې تګلاره کې منځنی ختیځ نور د امریکا بهرني سیاست محور نه دی، ځکه د اوږدو جګړو لګښتونه امریکا ته د پخوا په څېر ارزښت نه لري.
په ستراتيژي کې همداراز لارښوونه شوې، چې له چین سره دې سوداګري یوازې هغو توکو پورې محدوده شي، چې ستراتیژیک اهمیت نه لري، ځکه چین د امریکا اقتصادي سیال او د اکمالاتي ځنځیرونو کمزورتیا سرچينه ده.
ياده دې وي، چې امريکا د افغانستان په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې په جګړو سلګونه ميليارده ډالر مصرف کړي؛ خو پايله یې د دوی په تاوان تمامه شوې او له همدې امله یې په دې وروستيو کې بار بار په جګړو کې د نه ښکېلېدو اعلان کړی دی.

