
د امریکا جګړې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سوریې تدمر ښار ته نږدې پر امریکایي ځواکونو وسلهوال برید شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې برید کې دوه امریکایي سرتېري او د دوی یو غیر نظامي ژباړن وژل شوي او دوه نور پوځیان ټپیان شوي دي.
ورته مهال العربیه خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې بریدګر په ځوابي ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا جګړې وزارت او سوریایي چارواکو د بریدګر د هویت او د برید د انګېزې په اړه څه نهدي ویلي.

