وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شوه او افغان حکومت په پوهه او قصد سره په هغې کې ګډون ونه کړ، سیاسي مخالفین په بېړه او شور سره د تحلیل او تفسیر میدان ته راووتل. دغو ډلو، د خپل معمول او عادت سره سم، په رسنیزه فضا کې هڅه وکړه داسې وښيي چې په دې غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون، د ډیپلوماسۍ د ضعف، سیاسي بې ثباتۍ او سیاسي انزوا ته د هېواد د تللو نښه ده.
هغوی همدارنګه ادعا وکړه چې د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون به د کډوالۍ، ناامنۍ، په نړیوالو تعاملاتو کې د بندښت او پر افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ګډ فشار بحرانونه لا پسې زیات کړي؛ دا ډول تحلیلونه چې تر ډېره پر میداني واقعیتونو ولاړ نه دي، بلکې د هغو ماتې خوړلو کسانو د ناپاک طبیعت، پټو عقدو او داخلي کینې انعکاس دی چې لا تر اوسه یې د افغانستان له نویو واقعیتونو سره ځان نه دی برابر کړی.
مخالفین د کلیشهيي روایتونو په تکرار او له واقعیتونو څخه لیرې تحلیلونو سره، هڅه کوي چې د افغانستان د سیاسي موقعیت په اړه د خلکو ذهنونه په شک کې واچوي او د حکومت د خپلواکو پرېکړو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ احمد تکل، له هماغه پیل څخه په یوه رسمي بیان کې، د حکومت روښانه او صریح موقف بیان کړ. هغه څرګنده کړه چې افغانستان د سیمهایزو خبرو اترو اصل نه ردوي، خو په داسې غونډو کې ګډون چې له مخکینۍ همغږۍ، د افغانستان له مستقیم حضور او د دې هېواد د حکومت لخوا د کاري اجنډا له ټاکلو پرته ترسره کېږي، د مليګټو په نفع نه بولي. دا موقف، د «سیاسي انزوا» د ادعا په وړاندې یو قاطع ځواب او د عزت، خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر بنسټ د ډیپلوماسۍ نښه ده.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي هم په تحلیلي او واقعبینانه لید سره ټینګار وکړ چې د یوې مشخصې غونډې نه حضور له «سیاسي انزوا» سره تړلو، یو سطحي، ساده او د ډیپلوماسۍ له منطق څخه لیرې برداشت دی. د هغه په وینا، افغانستان په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه له سیمهایزو هېوادونو سره په دوامداره تعامل کې دی او په یوه ځانګړې غونډه کې نه ګډون، د غیرفعالۍ نښه نه، بلکې په سیمهایزه ډیپلوماسۍ کې د کابل خپلواک، انتخابي او محاسبه شوی لیدلوری څرګندوي.
د تهران د غونډې په جریان کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د موقفونو او له غونډې وروسته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د رسمي بیان څېړنه هم ښیي چې د دې غونډې هدف پر افغان حکومت سیاسي فشار راوړل نه وو. په دې موقفونو کې، پر تبادله نظر، د افغانستان د میداني واقعیتونو درک او د سیمهایز تعامل پر اړتیا ټینګار شوی؛ یو داسې څه چې د کابل په وړاندې د سیمهایزې اجماع د رامنځته کېدو په اړه د مخالفینو ادعاوې عملاً بې بنسټه او بې معنی کوي.
حقیقت دا دی چې افغان حکومت نن ورځ ځان یو خپلواک، پیاوړی او با صلاحیته بولي او په دې غونډه کې په نه ګډون سره یې نړۍ او سیمه ایزو هېوادونو ته یو روښانه پیغام واستوه؛ دا چې هیڅ هېواد حق نلري د افغان حکومت له مخکینۍ موافقې پرته او د هغه لخوا د خبرو اترو د محورونو له ټاکلو پرته، د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي او پرېکړه وکړي. افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی او د دې هېواد په اړه هر ډول غونډه، د دې هیواد له حکومت سره له مخکینۍ همغږۍ پرته، رد او د منلو وړ نه ده.
هېوادونه باید د افغانستان حاکمیت ته درناوی وکړي او ځان ته اجازه ورنکړي چې د دې هېواد د حکومت پر ځای پرېکړې وکړي؛ ځکه چې د افغانستان په اړه هره خبره، د دې هېواد د حکومت له مستقیم رول پرته، یو بې روحه، بې اعتباره او بې پایلې خبره ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


