Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جنرال سریع ترور؛ له لفظي شخړو تر وسله‌ والې نښتې
    لیکني

    د جنرال سریع ترور؛ له لفظي شخړو تر وسله‌ والې نښتې

    صابر افغانصابر افغان1 جنوري 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت له پرځېدو او د منحل شویو ګوندونو د سیاسي څېرو او تش په نوم مشرانو له تېښتې وروسته، د دې بدنامو څېرو ترمنځ ژور او ورځ تر بلې پراخېدونکي اختلافات د هېچا له سترګو پټ نه وو. دا اختلافات تر ډېره د امتیازاتو، نفوذ او شخصي ګټو د خونديتابه پر سر راټوکېدل.

    په پیل کې دا جنجالونه یوازې د لفظي شخړو تر کچې محدود وو، خو ډېر ژر یې بله بڼه خپله کړه. په دې لړ کې معروف غلامي چې په «معروف لَنګ» سره یې شهرت درلوده او د هرات د پخواني جنګ‌سالار اسماعیل‌ خان له نږدې قومندانانو څخه ګڼل کېده، د ایران په مشهد ښار کې په خپل شخصي کور کې په نښه او ترور شو. دا پېښه په یوه مجلس کې له شیر احمد ملداني سره تر لفظي شخړې یوازې یوه اوونۍ وروسته وشوه.

    له لفظي تاوتریخوالي څخه فزیکي حذف ته دا بدلون د جمهوریت تښتېدلو څېرو ته د خطر زنګ و، ځکه هغوی د جمهوریت د وختونو په څېر نه ګڼ شمېر ساتونکي لري او نه هم زغره‌‌وال وسایط ورسره شته، تر څو په مټ یې د خپلو سیالانو او دښمنانو له بریدونو په امن وي.

    د معروف غلامي وژل کېدل د دې ټکر پای نه و، په تازه پېښه کې اکرام‌ الدین سریع چې د جمهوریت له لوړ پوړو جنرالانو څخه شمېرل کېده، د روانې مرغومي میاشتې په درېیمه نېټه، د چهارشنبې په ماښام، په تهران ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ډزې پرې وشوې. نوموړي له ټپي کېدو وروسته روغتون ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.

    د جنرال سریع وژل کېدو یو ځل بیا د جمهوریت د تښتېدلو ترمنځ ژور، زاړه او نه حل کېدونکې جنجالونو نندارې ته وړاندې کړل. دا اختلافات نور یوازې د سپکو سپورو، تورونو او لفظي ناندریو په بڼه نه، بلکې اوس د ټوپک د شپېلۍ په بڼه څرګندېږي او فزیکي حذف د مخالفینو ترمنځ په یوه عملي انتخاب بدل شوی دی.

    که څه هم د دغو تش په نوم ګوندونو یو شمېر کسانو هڅه وکړه چې د جنرال سریع وژنه هم لکه د معروف غلامي د قضیې په څېر، د افغانستان اوسني حکومت ته منسوب کړي، خو ګڼ شواهد، اسناد او شته واقعیتونه دا ادعا ردوي. ټولې نښې نښانې ښيي چې د دې وژنې تر شا اصلي لامل، د یادو جبهو ترمنځ ژور او رېښه‌ لرونکي داخلي اختلافات دي.

    هندوکش غږ د تش په نوم مقاومت، آزادۍ او نورو مخالفو ډلو د مشرانو ګڼ شمېر داسې غږیز کلیپونه ترلاسه کړي چې د دوی ترمنځ ژوره بې‌ باوري، دسیسې او داخلي شخړې ترې روښانه کېږي. په یوه غږیز کلیپ کې د تش په نوم آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء، خپل نږدې همکاران په ښکاره ډول «خاینین» بولي، د هغوی د خیانت او ناسمو چلندونو په اړه د خپل دوامداره شکایت په اړه خبرې کوي. دا څرګندونې ښيي چې د دوی خپل منځي اختلافات تر دې کچې رسېدلي چې حتی لوړ پوړي کسان هم ترې په امن نه دي.

    په یو بل غږیز کلیپ کې چې د جنرال سریع له وژل کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوی، د تخار یو (پخوانی) قومندان ملک تاتار په ښکاره او زغرده جنرال سریع ته اخطار ورکوي. هغه د داخلي حساب‌ کتاب، پټو شخړو او نه حل کېدونکو اختلافاتو یادونه کوي او ټینګار کوي چې بېلابېلې ډلې، سره له دې چې د یووالي شعارونه ورکوي، د رښتینې همغږۍ او یووالي د رامنځته کولو توان نه لري. همدا حالت د تاوتریخوالي او وسله‌والو نښتو د ډېروالی لامل ګرځېدلی دی. دا شواهد څرګندوي چې د جنرال سریع ترور د کوم بهرني فشار پایله نه، بلکې د جبهو ترمنځ د یوه داخلي پلان په پایله کې ترسره شو، تر څو د هغه د محبوبیت له امله راټوکېدلی بالقوه ګواښ له منځه یوسي.

    سربېره پر دې، د تش په نوم مقاومت جبهې د یوه مهم غړي «جنرال شیرزاد» څرګندونې هم د دې موضوع پخلی کوي، د جنرال سریع د ترور پرېکړه د هغه د نفوذ او محبوبیت د پراخېدو د مخنیوي په موخه، د عطامحمد نور، اسماعیل‌ خان او د شمال کوهدامن ټولنې د مشرانو له لوري شوې ده.

    جنرال سریع د ایران مېشتو پخوانیو نظامیانو ترمنځ د پام وړ محبوبیت درلوده. همدا پراخ نفوذ د دې لامل شو چې د مخالفو جبهو مشران، د خپل سیاسي نفوذ او مقام د ساتنې لپاره، د سریع د حذف پرېکړه وکړي. دا ډول کړنې د کورنیو جګړو او بیا د شل کلن جمهوریت په موده کې هم ډېر ځله تکرار شوې وې، هغه مهال یې هم د خپلې بقا لپاره آن خپل نږدې ملګري قرباني کول.

    په پایله کې ویلی شو چې د جنرال سریع وژنه یوه تصادفي پېښه یا د افغانستان د اوسني حکومت د مداخلې پایله نه وه، بلکې د افغان حکومت د مخالفو جبهو ترمنځ د ژورو اختلافاتو، سختو سیالیو او نه پخلا کېدونکو شخړو روښانه او مستقیم انعکاس دی. د اکرام الدین سریع د ترور پېښه څرګندوي چې دا شخړې نور د سیاسي رقابت او لفظي ناندریو له مرحلې اوښتي او اوس د فزیکي حذف خطرناک پړاو ته رسېدلې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ خلاصه شوه
    راتلونکي مقاله تېر کال کې د اسرائیلي رژیم زندانونو کې ۳۲ فلسطینيان شهیدان شوي

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 9 جنوري 2026

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    د ايران د قضائيه قوې مشر غلام حسين محسني ايراني لاريون کوونکو ته سخت ګواښ…

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.