د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې امریکایي ځواکونو په وینزویلا کې پراخ عملیات ترسره کړي او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن یې نیولي دي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، چې مادورو له خپلې مېرمنې سره له وینزویلا څخه ایستل شوی دی.
هغه ویلي، د وینزویلا د ولسمشر د نیولو عملیات د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو بشپړ جزییات به وروسته اعلان شي.
د وینزویلا حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.

