Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې
    لیکني

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    صابر افغانصابر افغان8 جنوري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ایران کې د مقاومت په نوم ډلې د یو مهم قومندان له ترور وروسته، په ګاونډیو هېوادونو کې د دغو مخالفینو د برخلیک په اړه پوښتنې را ولاړې شوې دي. دوی د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د هغوی غېږې ته پناه یووړه او د شرارتونو د پیل لپاره یې د هغوی هر شرط ته غاړه کېښوده، د افغانستان د خاورې، ارزښتونو، ملي ګټو او خلکو پر وړاندې یې له رسوايۍ ډکو لوبو ته مخه کړه، خو دوی اوس نه یوازې دا چې خپل منځي اختلافاتو یوې نوې او خونړۍ مرحلې ته داخل کړي، بلکې د ګاونډیو او نورو هېوادونو د لومو په منځ کې هم له سخت کشمکش سره مخ دي.

    فسادونه، اختلاس، بد اخلاقۍ، خپل‌منځي سیالۍ، ټکرونه، شخصي ګټې او په لویه اندازه تورونه او تهمتونه هغه موارد دي، چې د دوی ترمنځ یې درزونه لا پراخ کړي دي، آن تر دې چې اوس د یو او بل د فزیکي حذف هڅې کوي. پخوا دوی دا لوبې او کشمکشونه په غربي هېوادونو کې روان کړي وو، خو کله چې هلته سره جوړ نه شول او د ځان لپاره یې خریدار ونه موند، اوس یې د ګاونډیو هېوادونو غېږې ته پناه وړې ده، دا پناه په خپله د دوی په منځ کې د شدیدو ټکرونو لامل شوې ده، ځینې یې دا مناسب او سم اقدام بولي او په ښکاره د ګاونډیانو د هرې ناروا ترڅنګ ولاړ دي او مشروعیت ته یې دلایل لټوي، خو ځینې یې بیا له دې چارې سره مخالف دي او باور لري، چې له یوې خوا ګاونډیان هغومره د دوی ملاتړ نه شي کولی، څومره چې یې تمه لري او له بلې خوا په افغانستان کې د ننه د دوی اصلي او تورې څېرې لا پسې رسوا کېږي.

    همدې کشمکشونو او ټکرونو له دوی لاره ورکه کړې، د دوی پر منډو ترړو او هڅو یې سیوری غوړولی، د دوی نسبي او ډېر لږ پاتې جمعیت یې د پاشلتیا پر پوله درولی دی. ښکاره نښه یې په ګاونډیو هېوادونو کې وروستي تحرکات او د دغو تحرکاتو په دوام، د یو بل پر وړاندې ضد او نقیص څرګندونې دي. دوی کله د یو او بل د افشا کولو خبره کوي، کله یو او بل په معاملو، فسادونو او غداریو تورنوي او کله هم یو او بل ته ګواښونه کوي، تر دې چې د سریع په څېر یې په فزیکي ډول محوه کوي. دې چارې ټولو مخالفو ډلو ته که په ګاونډیو هېوادونو کې دي او که په غرب کې، سخت ټکان ورکړی او د خپل برخلیک په اړه یې د اندېښنو ګردابونو ته ټېل وهلي دي.

    دغه تحرکات او هڅې به د دوی منزوي شوې هڅې او فعالیتونه لا پسې منزوي کړي، اصلي څېرې به یې بربنډې کړي، د شدیدو اختلافاتو او ګاونډیانو د لوبو په دام کې به یې لا پسې راګیر کړي. ګاونډیان هم هڅه کوي، چې دوی داسې لومو ته برابر کړي، چې بیا په هېڅ صورت ترې ونه وځي او که کله د وتلو په اړه فکر او هڅه هم کوي، نو له ناوړه برخلیک سره به مخ کېږي، یا به ترور کېږي او یا به زنداني کېږي. دوی اوس په خپلو هغو خړو اوبو کې ډوب شوي، چې د افغانستان د خلکو د ډوبولو لپاره یې خړې کړې وې؛ د سریع قتل د دوی د برخلیک د پیل ورځې دي، مخالفین به تر دې له سخت او ناوړه حالت سره مخ کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهیمن کې د امارات پلوه ملېشو مشر، عیدروس عبیدي نامعلوم لوري ته تښتېدلی
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي له خپل عماني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د پاکستاني پوځ تبلیغاتي دریځ او د افغانستان په اړه د واقعیت تحریف

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 9 جنوري 2026

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    د ايران د قضائيه قوې مشر غلام حسين محسني ايراني لاريون کوونکو ته سخت ګواښ…

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني ايراني لاريون کوونکو ته: دا ځل توپير لري، هېڅ ډول نرمي او بښنه به درته ونه شي

    9 جنوري 2026

    د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌‌یي: ایران به خپلو دښمنانو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي

    9 جنوري 2026

    د کابل ښار د ځينو سيمو نومونو د ژباړې انځورونه جعلي دي

    9 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.