شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp العربیه خبري شبکې د خپل ځایي خبریال له قوله راپور ورکړی، چې د سوریې دیر الزور ښار په بشپړ ډول له قسد ملېشو څخه تصفیه شو.دغه راز قبایلي ځواکونو تازه د رقه ښار د المشلب سیمې کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی.ورته مهال د قسد ملېشو قوماندان مظلوم عبدي دمشق ته رسیدلی ترڅو د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وګوري. دا لیدنه به د امریکا د ځانګړي استازي ټام بارک په شتون کې ترسره شي.مظلوم عبدي په دې اړه ویلي، چې د وضعیت ارامولو او اوربند د ثبات لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.
د ايران نوی ټاکل شوی مذهبي مشر مجتبی خامنهاي: د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې خپلو روانو بریدونو ته به دوام ورکړو12 مارچ 2026