
د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر فضل الرحمن ویلي، افغانستان او هند سره د جګړو له امله پاکستان له جدي ننګونو سره مخ دی.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلام اباد باید پر خپل سیمه ییز او نړیوال سیاست له سره کتنه وکړي؛ ځکه له ګاونډیو سره ټکر د پاکستان په ګټه نه دی او پر یو بل تورونه لګول او ملامتول د ستونزو حل نه دی.
هغه همدارنګه ويلي، چې حکومت او پوځ باید په مهمو ملي مسايلو کې د پارلمان او پاکستاني ملت باور خپل کړي او په خپل سر پرېکړې دې نه کوي.

