
د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د توند بادونو او اورښتونو له امله شل تنه وژل شوي دي.
ویل شوي، د دغو بادونو له امله د ګڼو کورونو چتونه لوېدلې، د برښنا سلګونه ستنې چپه شوي او د ښار پر ډېرو برخو برښنا پرې شوې ده.
په ورته مهال د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې دې هېواد کې د لا نورو سختو بادونو او اورښتونو خبرداری ورکړی دی.

