
د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ويلي، چې د دوی او امریکا ترمنځ هېڅ ډول مذاکره نشته او اوربند نه مني.
نوموړي ويلي، مذاکره هغه وخت وي چې دوه هېوادونه هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې وکړي او په وينا یې داسې څه زموږ او د امریکا ترمنځ شتون نه لري.
عراقچي ويلي، د امریکا له لوري پیغامونه ترلاسه کوي؛ چې ځینې یې مستقیم دي او ځینې یې په سیمه کې د خپلو ملګرو له لارې استول شوي دي.
هغه ټينګار کړی، چې د پیغامونو تبادله چې کله ناکله د ايران له لوري خبرداری وي او یا مقابل لوری کومه نکته ولري، د دې نوم مذاکره نه ده، مګر دا لړۍ روانه ده.
د عراقچي په خبره له همدې امله، تر اوسه هیڅ ډول مذاکره نه ده شوې او هغه ادعاوې چې په دې اړه مطرح کېږي، سمې نه دي.

