
رویټرز راپور ورکړی، چې کریمیا ټاپو کې د روسي پوځ د یوې «اېناېم-۲۶» الوتکې د لوېدو پېښه کې ۲۹ تنه مړه شوي.
د روسیې د دفاع وزارت د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي الوتکه له یوه غر سره د ټکر له امله غورځېدلې ده.
د راپور له مخې د قربانیانو په ډله کې ۲۳ تنه سپرلۍ او شپږ تنه د الوتکې عمله شامل دي.

