Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې
    سیاسي لیکني

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    عمران آغاعمران آغا16 اپریل 2026څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت د تش په نوم مخالفو ډلو فعالیتونه په آسیا او اروپا کې د خپلې استخباراتي بڼې خپلولو له امله ځينې وخت د پام وړ ګرځي. مخالفینو په اروپايي هېوادونو، ايران، پاکستان او ځینو نورو اسیايي هېوادونو کې يې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په ملاتړ ناستې، غونډې او سیاسي تحرکات ترسره کړي دي. په دغو ناستو کې چې ظاهراً د بدلون، همغږۍ او راتلونکي لپاره د نويو لارو جوړولو په عنوان جوړېږي، عنوانونه یې تر ادعاوو او شعارونو پورې محدود دي، ځکه د دغه ډلو موخې بدلې دي.

    سره له دې چې ځینې سیمه‌ ییز هېوادونه، په ځانګړې توګه د پاکستان پوځي رژیم اوس د دې نیابتي ډلو د ملاتړ ډګر ته ښکته شوی او غواړي دغه ډلې د خپلو شومو موخو او سیمې د ناامنه کولو لپاره وکاروي، مګر بیا هم کومې پایلې ته لا هم نه دي رسېدلي. اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې د مخالفو ډلو له دومره هڅو او ناستو باوجود لا هم نه دي توانېدلي چې خپلو اهدافو ته نږدې او عملي اقدام وکړي!؟

    واک ته د نوي افغان حکومت له رسېدو سره، یو شمېر پخوانیو نظامي او سیاسي څېرو چې لاسونه يې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، له بهرنيو يرغلګرو سره بهر ته وتښتېدل. همدا څېرې اوس ځانونه د افغان حکومت مخالفین بولي، په بېلابېلو نومونو او چوکاټونو کې د پاشلو ډلو په بڼه راڅرګند شوي دي. دغو ډلو له پیله هڅه کول چې نړيوال او سيمه ييز ملاتړ تر لاسه کړي، چې د دې لپاره دوی پراخ سیاسي او ډیپلوماټیک فعالیتونه وکړل. په تېرو پنځو کلونو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې له نړيوالو استخباراتي سازمانونو سره ناستې، کنفرانسونه او سیاسي لیدنې ترسره شوې دي، تر څو غربي او نړيوال استخبارات وهڅوي چې پر افغانستان یو ځل بیا نظامي يرغل وکړي او د غلا، بربریت، وحشت او ظلم لپاره یو ځل بیا همدوی واکمنان کړي.

    د يادو ډلو هدف دا و چې په نړيوالو غونډو کې د افغان حکومت هغه څېره وړاندې کړي، چې د دوی په اذهانو کې تحریف شوې ده، تر څو خپل لوېدلی تفکر او ناسمې غوښتنې پر افغانانو د پردي ټوپک په زور تحمیل کړي. مګر نړيوالو زبرځواکونو د دوی پر بې ځايه او پوچو شعارونو باور نه دی کړی، ځکه واقعیتونه نړیوالې ټولنې او ټولو هېوادونو ته څرګند دي. اوسنی حکومت د افغان ولس پراخ ملاتړ لري، په افغانستان کې یې سرتاسري امن تأمین کړی او د یو واقعیت په توګه واکمني کوي. حکومت د پرمختګ او ثبات په لور عملي ګامونه اخیستي دي. برعکس مخالفې ډلې بیا د خپلو شعاري ناستو او بهرنیو اړیکو پر بنسټ یوازې هڅه کوي چې د افغان حکومت پر وړاندې پوچ تبليغات وکړي، څو واقعیتونه برعکس وښيي.

    له بلې خوا په دې وروستیو کې ځینو استخباراتي سازمانونو، په ځانګړې توګه آی‌ایس‌آی له مخالفو ډلو او نیابتي کړیو سره په اړیکه کې شوی او دوی ته یې د اجنډا د ورکړې لپاره یو شمېر ناستې جوړې کړې دي. د راپورونو پر بنسټ، په دغو ناستو کې تر ډېره پر تبلیغاتي مسایلو بحثونه کېږي، چې تر دې مهاله یې هېڅ عملي نتیجه نه ده ورکړې. وروستۍ ناسته په لندن کې په داسې مهال کېږي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بمونه اوروي، ماشومان او ښځې شهيدانوي. په داسې حساس وخت کې له آی‌ایس‌آی سره ناسته د دغو بمباریو د تائید او ستاینې په معنی ده.

    افغان ولس د هېواد اذلي دښمنان ښه پېژندلي چې يواځې تعصب، غلا، وحشت او د پرديو غلامي يې لومړی او وروستی انتخاب دی. ولس باید لا نور اګاه واوسي چې همدا د هېواد دښمنان اوس هم هڅه کوي، ترڅو په افغانستان کې شته امن او ثبات زیانمن کړي، خو هېڅکله به دغه شومې موخې ته ونه رسېږي، ځکه دوی اوس نړیوالې ټولنې او ولس ته اعتبار بایللی.

    د افغان حکومت مخالفين په خپلو پلانونو کې ناکام دي، ځکه دوی لا هم نه دي توانېدلي چې تر یو واحد سیاسي چتر لاندې راټول شي، دا مهال هره ډله ځان ته جلا اجنډا، دریځ، لیدلوری او پالیسي لري او همدا جدايي د دې لامل شوې چې نړیوال پرې د باور کولو جرئت نشي کولای. د دوی فعاليتونه د غرب او سيمه ييزو هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو پر محور راڅرخي، خو شواهدو ښودلې چې نړۍ نور له دغه ډلو ملاتړ نه کوي.

    د افغان حکومت ځینې مخالفین چې ځانونه د مخالفت مخکښان بولي، په عین وخت کې د داسې یوه استخباراتي سازمان(آی‌ایس‌آی) دروازې ټکوي چې تل يې د افغانستان دښمني کړې، لسيزې يې په افغانستان کې اور بل کړی، سياست يې يوازې په سیمه کې د بې ګناه انسانانو د وينو پر تويولو او منافقت ولاړ وي، همېشه يې د مسلمانانو په وړاندې جګړې د غرب په خوښه کرايه کړي چې له دې سازمان سره نږدې اړیکو د افغان حکومت د مخالفو ډلو د خپلواک فکر او ارادې دعوه هم ننګولې ده. دا د مخالفینو په کړنو او ادعاوو کې یو ښکاره تضاد دی چې له یوې خوا د افغانستان د ښه راتلونکي شعار ورکوي او له بلې خوا د داسې چا(پاکستان) ملاتړ ترلاسه کوي چې خپله د ستونزې ريښه ګڼل کېږي.

    مخالفې ډلې چې لا هم د جګړې او تقابل خبرې کوي، باید پوه شي چې افغان ولس له جګړو ستړی شوی دی. له څو لسیزو پرله‌ پسې ناامنۍ، بې‌ ثباتۍ او قربانیو وروسته، د افغانانو لومړیتوب جګړه نه، بلکې سوله، ثبات او امن دی. هغه ډلې چې لا هم د جګړې له زاویې سیاست ته ګوري، په حقیقت کې د ولس له واقعي غوښتنو څخه لرې شوې دي، ځکه افغانان نور د جګړې نه، بلکې د ارام، باعزته او با ثباته ژوند هیله لري.

    په تېرو پنځو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفو ډلو هڅې، ناستې او اړیکې ښيي چې دوی يوازې د جعلي واک لېوني دي، دوی پرديو ته د خدمت، د پرديو استخباراتو د شومو موخو عملي کولو او د افغانانو د وینې تويولو هېله لري. خو ښکاري چې دغه ناستې یوازې د شعارونو تر کچې محدودې دي. د مخالفینو د واحدې رهبرۍ نشتوالی، داخلي اختلافات، د ولس نه ملاتړ او پر بهرنیو لوریو افراطي تکیه هغه اساسي عوامل دي چې دوی یې له ناکامۍ سره مخ کړي. په سیمه کې به له پاکستان سره استخباراتي اړيکې نور هم دوی د انزوا لور ته بوځي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان ځواکونو کونړ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه کړي
    راتلونکي مقاله حزب الله ډلې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل پر مهمو نظامي تاسیساتو ۶۵ بريدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 اپریل 2026

    ‏فاریاب کې د ۱۰۰ ټنو په ظرفیت سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

    د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه…

    دفاعي ځواکونو هلمند کې د مسو د یوې سترې جوپې د قاچاق هڅه شنډه کړه

    18 اپریل 2026

    له ایران او حزب‌ الله سره د جګړې له بیا پیل راهیسې ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي

    18 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏فاریاب کې د ۱۰۰ ټنو په ظرفیت سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

    18 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو هلمند کې د مسو د یوې سترې جوپې د قاچاق هڅه شنډه کړه

    18 اپریل 2026

    له ایران او حزب‌ الله سره د جګړې له بیا پیل راهیسې ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي

    18 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.