Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې راپور؛ پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن دی
    سیمه

    د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې راپور؛ پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن دی

    عمران آغاعمران آغا2 مې 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خپل تازه راپور کې پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت کړکېچن ښودلی او دغه هېواد یې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې راوستی دی.

    راپور وایي، پاکستان د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان» له عملي کېدو وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه زره افغانان په جبري ډول ایستلي دي.

    کمېټې همداراز افشا کړې چې افغان کډوال په پاکستان کې له پراخو فشارونو سره مخ دي، چې پکې د پولیسو ناوړه چلند، باج اخیستنه، چاپې، خپلسري نیونې، وېرول او ګواښونه شامل دي، څو هغوی اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

    راپور زیاتوي چې وضعیت یوازې تر کډوالو محدود نه دی، بلکې د پاکستان دننه د بشري حقونو عمومي حالت هم د اندېښنې وړ دی او د مدني فعالانو، خبریالانو او سیاسي مخالفانو پر وړاندې د شکنجې، جبري نیونو، له محاکمې پرته وژنو او په زور لادرکه کولو راپورونه خپاره شوي دي.

    د ملګرو ملتونو شکنجې ضد کميټې، د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي بي او یو شمېر فعالانو لکه ادریس خټک، علي وزیر او مهرنګ بلوڅ د نیونو په اړه هم جدي اندېښنې ښودلې دي.

    کمېټې له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دغه پلان له سره و ارزوي یا یې لغوه کړي، د پولیسو د ناوړه چلند په اړه بشپړې څېړنې وکړي او هغه کسان چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دي، د قانون منګولو ته وسپاري.

    مخکینۍ مقالهټرمپ پر اروپايي موټرو تعرفې ۲۵ سلنې ته لوړوي
    راتلونکي مقاله عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د سيمې پر وروستي وضعيت ټيليفوني خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026

    پاکستان کې د تېلو د کمښت له امله د چارواکو بهرني سفرونه او دولتي مېلمستیاوې بندې شوې

    18 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 21 سپتمبر 2026

    دکتور حذیفه عبدالله عزام، ليکوال او د شهید عبدالله عزام زوی: پاکستانی پوځ غواړي له اسلامي امارت سره جګړه وکړي او د افغانستان د ثبات مخه ونيسي

    مشهور ليکوال او د شهيد عبدالله عزام زوی، دکتور حذيفه‌ عبدالله عزام ويلي، چې پاکستانی…

    د کابل صنعتي پارک د برېښنا ستونزې د حل لپاره ۱۳۷ میلیونه افغانۍ تجهیزات پېرل شوي

    21 سپتمبر 2026

    د دفاع وزارت د جګړه‌يیزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ ۸۸ تنه منسوبین فارغ شول

    21 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دکتور حذیفه عبدالله عزام، ليکوال او د شهید عبدالله عزام زوی: پاکستانی پوځ غواړي له اسلامي امارت سره جګړه وکړي او د افغانستان د ثبات مخه ونيسي

    21 سپتمبر 2026

    د کابل صنعتي پارک د برېښنا ستونزې د حل لپاره ۱۳۷ میلیونه افغانۍ تجهیزات پېرل شوي

    21 سپتمبر 2026

    د دفاع وزارت د جګړه‌يیزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ ۸۸ تنه منسوبین فارغ شول

    21 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،258 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.