د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر، ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي.
سپوتنیک د کرملین ماڼۍ له قوله لیکلي، چې د دې سفر لپاره چمتووالی نیول شوی او وروستۍ نېټه به یې وروسته اعلان شي.
د دې سفر اعلان داسې مهال کېږي، چې د پوتین امریکایي سیال، ډونالډ ټرمپ هم په رسمي سفر بیجینګ ته تللی دی.


