ایران کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې له رئیس، محمد رضا بهرامي سره کتلي.
دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو مسايلو، د ایران مېشتو افغانانو پر ستونزو او د هرات-مزارشریف اوسپنې پټلۍ پر پروژې خبرې شوې دي.


