هندوستان ټایمز هندي رسنۍ راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري.
هغه وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
هغه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون وروستي برید ته په اشارې وویل: «پاکستان په کابل کې د امید د روږدو د درملنې پر مرکز وحشیانه هوايي برید وکړ، چې له امله یې ۲۶۹ ملکیان وژل شوي دي».


