عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځ تېره ورځ (جمعه) لبنان کې تر ۴۰ زیاتې سیمې او استوګنیز ښارګوټي بمبارد کړي دي.
ویل شوي، د دغو بریدونو له امله ۷ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې په دې سره د روان کال مارچ له ۲مې نيټې راهیسې پر لبنان د صهیونیستي رژیم بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱۱۱ او د ټپيانو شمېر ۹۴۳۲ تنو ته رسېدلی دی.
بلخوا، د لبنان حزبالله ډلې ویلي، چې تېره ورځ یې د صهیونیستې رژیم عسکرو پر ضد تر ۲۰ زیات پوځي عملیات ترسره کړي دي.


