راپورونه وایي، د فرانسې، هسپانیا او پولینډ حکومتونو خپلې خاورې ته د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت د وزیر، ایتمایر بنګویر پر داخلېدو بندیز لګولی.
ویل شوي، دا ګام د «صمود نړیوال کاروان» له غړو سره د یاد صهیونیست وزیر له ناسم چلند وروسته اخیستل شوی.
په ورته مهال حماس اسلامي غورځنګ دا یو مثبت ګام بللی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې پر صهیونیستي رژیم او چارواکو بندیزونه ولګوي.


