د افغان حکومت مشرتابه د لوی اختر په مناسب پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.
مشرتابه په خپل پیغام کې له مسئولینو غوښتي چې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو پر مخ دروازې بندې نه کړي، کارونه یې په ښه توګه اجراء کړي او له ظلم څخه ځان وساتي.
نوموړي وړاندې امنیتي مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د اختر په ورځو کې د خلکو هوساینې او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي او د هغوی د خوشحالۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.
مشرتابه د خپل اختریز پیغام په پای کې ټولو مسلمانانو ته اختر مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې، چې اختر په امن او خوشحالۍ کې ولمانځي.


