د افغانستان دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته په سفر کې دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
ملي دفاع وزارت وایي، ښاغلي مجاهد ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او افغان حکومت د هېواد د ځانبساینې لپاره کار کوي.
د یادونې ده، چې د هېواد دفاع وزیر د روسیې په کوربهتوب په نړۍوال امنیتي کنفرانس د ګډون په موخه مسکو ته سفر کړی دی.


