د ايران تسنيم خبري اژانس د سپاه پاسداران له قوله ویلي، چې نن سهار یې د امریکا د پوځ اړوند یوه بېپيلوټه الوتکه د ایران په هوايي فضا کې نسکوره کړې ده.
د سپاه پاسداران عامه اړیکو دفتر ویلي، دغه الوتکه د «دښمنانه عملیاتو» لپاره د ایران د ځمکنیو اوبو فضا ته داخل شوې وه او سمدستي په نښه شوه.
سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې د ایران هوايي فضا تر بشپړ کنټرول لاندې ده او د هر ډول تېري پر وړاندې به جدي اقدام کېږي.
تر اوسه د امریکا مرکزي قوماندانۍ په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


