د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي، د حج مناسکو له ادا کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شو.
ټاکل شوې ده چې ټول ۳۰ زره افغان حاجیان په دوو پړاوونو کې د هېواد څلورو هوايي زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) ته انتقال شي.
په لومړۍ الوتنه کې ۳۴۶ تنه حاجیان د سعودي عربستان له جدې څخه کابل ته راورسېدل، چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وو.
ټاکل شوې د حاجیانو د راستنېدو بهیر د ۹۷ پروازونو له لارې د راتلونکو ۳۰ ورځو په موده کې بشپړ شي.


