لیکوال: محمد اسلمي
افغانستان د جمهوريت تر پرځېدو او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سیاسي او اقتصادي بدلونونو یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی. اوسنی حکومت هڅه کوي چې د کورنیو پروژو په پلي کولو، د سیمه ایزو اړیکو په پراخولو او له سیمې سره د منځنۍ آسیا د نښلولو له لارې، هېواد د ځان بسیاینې او د وابستګۍ د کمېدو پر لور بوځي. طبیعي ده چې دا وضعیت به د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان د خوښې وړ نه وي؛ ځکه پاکستان تل یو داسې افغانستان د خپلو ګټو لپاره مناسب بللی چې له ناورینونو سره مخ او پر نورو متکي وي.
په وروستیو میاشتو کې ډیرې داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې پاکستان هڅه کوي د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو څخه د سیاسي او امنیتي فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي. په همدې چوکاټ کې ځینې رسنۍ او هغه کړۍ چې د پردې تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) له لوري اداره کېږي، د مقاومت او آزادۍ په نوم د جبهو فعالیتونه په پراخه کچه خپروي او هڅه کوي د هغوی حضور تر ریښتینې کچې ډېر لوی وښيي.
څه موده وړاندې د آزادۍ په نوم یوې ډلې یوه ویډیو خپره کړه او ادعا یې وکړه چې ځواکونه یې په بدخشان ولایت کې فعال حضور لري او د «افغانستان د آزادۍ(!)» لپاره جګړه کوي. خو خپاره شوي راپورونه ښيي چې دغه ویډیو پخوانۍ ده او په هغې کې ښکارېدونکي یو شمېر کسان تر امنیتي عملیاتو وروسته وژل شوي، ټپیان شوي یا نیول شوي دي. دا مسئله څرګندوي چې د دې جبهو د فعالیتونو لویه برخه د واقعي او پراخ میداني حضور پر ځای، تبلیغاتي او رسنیز رنګ لري.
بل لوري ته له دې جبهو سره د تړلو څېرو ترمنځ خپلمنځي اختلافات ورځ تر بلې ډیرېږي. د یووالي نه شتون، د مشرۍ پر سر سیالۍ، له بهرنیانو سره تړاو او د مالي سرچینو پر سر شخړې، دغه ډلې له جدي داخلي ناورین سره مخ کړې دي. په دې وروستیو کې حامد سیفي هم له دې جریانونو څخه له یوه هغه یې خپله لاره جلا کړه او د یوې نوې ډلې د جوړېدو خبر یې ورکړ؛ دا ښيي چې د حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ وېش او څو ټوټې کېدل، نوي پړاو ته رسېدلي دي.
پاکستان هڅه کوي له همدې وېشلو ډلو څخه د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي؛ خو حقیقت دا دی چې دا جبهې نه پراخ ولسي ملاتړ لري او نه د هېواد دننه د کوم جدي ګواښ د رامنځته کولو وړتیا پکې ده. د هغوی ډېری فعالیتونه تر اوسه په مجازي فضا، د اعلامیو په خپرولو او د تبلیغاتي ویډیوګانو په جوړولو پورې محدود پاتې دي. آن په ځینو مواردو کې لیدل شوي چې د څو انځورونو یا تبلیغاتي ویډیوګانو د ثبتولو لپاره یو محدود شمېر کسان په لنډ مهاله توګه ځینو سیمو ته استول شوي، خو ډېر ژر پېژندل شوي او ځپل شوي دي.
د تېرې یوې پېړۍ تجربې ښودلې، هغه پروژې چې له بهره د افغانستان د نا امنه کولو لپاره طرحه شوې دي، که څه هم په لنډمهاله توګه یې ځینې زیانونه اړولي، خو په اوږدمهال کې هېڅ پایلې ته نه دي رسېدلي. نن هم له پاشل شویو او له خپل منځي اختلافاتو ډکو جبهاتو د استفادې هڅې تر ډېره د رواني جګړې او پر افغانستان د سیاسي فشار یوه برخه بلل کېږي؛ د هېواد د کورنیو معادلو د بدلون لپاره کومه رښتینې او عملي برنامه نه ده.
خو د افغانستان خلک به هېڅکله کوم معامله کوونکي ته اجازه ورنه کړي چې د تېر په څېر د نا امنیو رامنځ ته کولو تکرار په دې هېواد کې ممکن او د دښمنانو ناوړه پروژې په دې دښمن ځپونکې خاوره کې عملي شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


