د هېواد ورزش ادارې ویلي، چې د روسیې د المپیک کمېټې سرمنشي ویکتور بریزوف د روسیې په کوربتوب نړۍوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله د دې ادارې له عمومي رییس احمدالله وثیق څخه مننه کړې او د کمېټې ځانګړې ډالۍ یې ورته سپارلې ده.
د یادې ادارې په وینا، دغه ډالۍ د دواړو لورو ترمنځ د ورزشي همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا نښه بلل شوې ده.
ښاغلي وثیق ویلي چې دا ډول نړۍوال فورمونه د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو په پراختیا، د تجربو په تبادله او د ورزش د ودې په برخه کې مهم رول لري.


