نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو منتقدینو ويلي، چې د هېواد د پرېکړو واک یې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته سپارلی دی.
په همدې لړ کې د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر، یائیر لاپید، پر ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې د خپل هېواد اوسني حالت ته په اشارې سره ویلي، چې اسرائیل اوس په بشپړه توګه په یو “متبوع او لاسپوڅي هېواد” (Vassal State) بدل شوی دی.
دا غبرګونونه داسې مهال را څرګندېږي چې تېره ورځ د ټرمپ او نتنياهو ټيليفوني اړيکه په لفظي شخړو سره ترسره شوې وه.


