پنځه کاله د یو ملت په ژوند کې کم وخت نه دی. پنځه کاله وړاندې چې کله په هېواد کې نوی نظام واک ته ورسېد، ځینو پخوانیو سیاسیونو د مقاومت په نوم د بغاوت پیل وکړ، هغه بغاوت چې انګېزه یې واک، پیسې او په مجموع کې شخصي غوښتنې وې؛ خو نن چې په هېواد کې د پنځم پسرلي د پای ته رسېدو خوا ته روان یو، په عملي ډګر کې د دې شعارونو هېڅ درک ونه لیدل شو. په حقیقت کې، هغه ونه چې په شعارونو او خیالي ژمنو اوبه کېدله، د واقعیتونو په لومړي خزان کې ورژېده او اوس یې مینه وال یوازې د انټرنیټ په نړۍ او آنلاین غونډو کې د خپل حضور د ثابتولو ناکامه هڅه کوي.
د دې حقیقت ژوندی ثبوت د برېتانیا، د اکسفورډ پوهنتون په یو تالار کې ولیدل شو. هلته یو کنفرانس جوړ شوی و، چې د تش په نوم مقاومت ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل میثم نظري پکې ناست و او مشر یې احمد مسعود ورته له لیرې هېواده آنلاین وینا کوله. مسعود په خپلو خبرو کې بیا هم هماغه پخوانۍ، تکراري او له واقعیتونو لرې تورونه پوري کړل چې ګواکې په هېواد کې عدالت نشته؛ خو د نوموړي دا تورونه د افغانستان له خاورې او د ولس له زړونو نه، بلکې له افغانستانه په زرګونه کلیومتره لرې د یو بې خبره مبلغ څرګندونې دي.
.
تر ټولو عجیبه او د تامل وړ خبره دا ده چې د دغې ډلې فعالانو دا عادي تبلیغاتي ناسته داسې لویه ښودل، لکه په افغانستان کې یې چې کوم ستر ولایت یا ولسوالي نیولې وي. میثم نظري د دې غونډې ستاینې وکړې او د هغوی تبلیغاتي روباټانو داسې شور جوړ کړ چې ګواکې نړۍوال تحول راغلی دی. له یوې آنلاین وینا او د پوهنتون له یوې عادي ناستې څخه د بریا داسې نندارتون جوړول پخپله دا ثابتوي چې د دوی لاس په ځمکه او عملي ډګر کې په بشپړه توګه خالي دی او د خپلې ماتې پټولو او د خیالي مبارزې د دوام لپاره، له آنلاین اخطاریو او شکایتونو پرته بل هېڅ مادي ابزار نه لري.
کله چې سړی پر همدې څرګندونو د عامو افغانانو تبصرې او نظرونه لولي، نو د ولس بیداري ورته معلومېږي. د هېواد هوښیارو او له جګړو ستړو خلکو په خپلو تبصرو کې ویلي چې: «په همدې شیانو خوشحال اوسئ، دا د شرم وړ دي؛ پنځه پسرلي تېر شول، خو تاسو خلکو ته رشتیا نه وایاست.» خلک اوس پوه شوي چې د هېواد برخلیک په لندن، پاریس او واشنګټن کې د آنلاین ناستو تر شا تغیر نه مومي. پر مقاومت ډلې د ولس نیوکې ښيي چې خلک نور د شعارونو او آنلاین غونډو په ډیجیټلي کلمو نه غولېږي او د هر څه حساب غواړي.
اصلي خبره دا ده چې د دغو انلاین کنفرانسونو او ډیجیټلي ناستو تر شا بل هېڅ ځواک نشته، دا یوازې د عامه اذهانو د مشغول ساتلو او په بهر کې د څو کسانو د سیاسي بقا د تضمین یوه هڅه ده. کله چې یو بهیر په داخل کې د ولس ملاتړ او د ځمکې پر سر پوځي او واقعي سیاسي شتون له لاسه ورکړي، نو مجبور دي چې د اکسفورډ تالارونه د مورچلونو او تبلیغاتي شعارونه د وسلې په توګه وکاروي، ترڅو خپل پاتې شوني پلویان په مړاوو هیلو ژوندي وساتي.
د غندنې، سمینارونو او آنلاین غونډو دغه نمایشي حرکات د افغانستان په اوسني وضعیت، د هېواد پر سرتاسري امنیت، ثبات او د نظام پر پرمختګ هېڅ ډول منفي اغېزه نشي لرلای. د افغانستان خلک نن د جګړو او شعارونو پر ځای، د وطن آبادۍ او آرامۍ ته ژمن دي. د مقاومت خیالي ونه نوره په بشپړه توګه رژېدلې ده او ثابته شوې چې د افغانستان واقعیتونه په ډیجیټلي فضا کې نه، بلکې د هېواد دننه په کار، ثبات او ملي یووالي کې جوړېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


