د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش رئیس، مولوي احمد الله وثیق، د پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان د ورزش له وزیر، ساجد سره لیدلي.
ښاغلي وثیق پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې دې لیدنه کې یې له داغستاني لوري سره، پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.
د داغستان د ورزش وزیر ویلي، چې دوی به د ځینو رشتو لوبغاړي افغانستان ته واستوي؛ ترڅو له افغان لوبغاړو سره ګډ تمرینات او دوستانه سیالۍ ترسره کړي.


