د بهرنیو چارو وزارت د سټراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، په پام کې ده د افغانستان-منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو فورم غونډه د روانې جون میاشتې په ۱۶مه نېټه کابل کې ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دې غونډې په اړه د ترمذ ډیالوګ په دویمه ناسته کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له څېړنیزو مرکزونو سره مفصلې خبرې شوې دي.
د هېواد سټراتیژیکو مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، د ترمذ ډیالوګ دویمه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په استازیتوب ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا، د ترمذ ډیالوګ دویمه ناسته کې د بحثونو تمرکز تر ډېره د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول پر اقتصادي اتصال و.


