په مسکو کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي، مولوي ګل حسن حسن د سنپېټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم (SPIEF-2026) کې ګډون کړی.
روسیه کې افغان سفارت لیکلي، ښاغلي حسن د فورم په څنډه کې له روسي چارواکو، اقتصادي استازو او د شانګهای همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، افغاني صادراتو او سیمهییزو اړیکو په تړاو خبرې شوې دي.


