د صهیونیستي رژیم پوځ د خپلو وحشتونو په دوام تېره ورځ (جمعه) د فلسطین الخلیل ښار کې یو فلسطینی شیدېخوړونکی ماشوم په شهادت رسولی دی.
د راپورونو له مخې، یاد ماشوم یوازې اووه میاشتې عمر درلود.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ماشوم تر هدف ګرځول کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو؛ خو هلته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
په ورته مهال فلسطیني سرچینې وایي، چې د لویدیځې غاړې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د ماشومانو او تنکیو ځوانانو مرګژوبله د پام وړ زیاته شوې ده.


