د معیار او کیفیت ادارې ویلي، په اسلام کلا بندر کې یې د ودانیزو او برښنايي توکو دوه محمولې له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته ګرځولې دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغو محمولو کې ۳۵۲۰۰ کیلوګرامه تور سمنټ او ۲۰۰۶۰ کیلوګرامه سولرې وې، چې له څېړنو وروسته بېکیفیته وپېژندل شوې او د هېواد بازارونو ته یې د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.
د معیار او کیفیت ادارې ډاډ ورکړی، چې په دوامداره توګه هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي.


