راپورونه وایي چې د یمن د انصارالله غورځنګ نن دوشنبه سهار پر اشغال شوي فلسطین (اسرائیل) توغندیز بریدونه پیل کړي.
د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، له یمن څخه یې د توغنديو توغول کېدل کشف کړي او دفاعي سیسټمونه یې د دغو توغندیو د مخنیوي په حال کې دي.
د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د توغنديو تر توغولو وروسته د «بیت المقدس» په ګډون د اشغال شوي فلسطین په لږ تر لږه ۱۶۸ سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې ایران تېره شپه د لبنان پر پلازمېنې د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې پر اشغال شوي فلسطین بریدونه وکړل.


