Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د افغان حکومت ضد ډلو د اتحاد په جوړولو کې د پاکستان د هڅو ناکامي
    سیاسي لیکني

    د افغان حکومت ضد ډلو د اتحاد په جوړولو کې د پاکستان د هڅو ناکامي

    عمران آغاعمران آغا8 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروستیو سیاسي او استخباراتي خوځښتونو ښودلې چې اسلام ‌آباد یو ځل بیا هڅه کوي چې د افغانستان د اوسني حاکمیت پر وړاندې د مخالفو څېرو او ډلو یو نوی اتحاد رامنځته کړي. په ۲۰۲۵م کال کې په اسلام ‌آباد کې ښکاره ناستې، په ۲۰۲۶م کال کې په لندن کې تعقیبي غونډه او له هغه وړاندې په ترکیه او نورو هېوادونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) له استازو سره پټې لیدنې، د همدې طرحې برخه دي. که څه هم دا تحرکات د کابل لپاره د یو موازي او رښتیني ګواښ په توګه تبلیغ کېږي، خو د پېښو ژور تحلیل ښيي چې دا هڅې له بنسټیزو خنډونو سره مخ دي او تر اوسه یې د یو واحد او اغېزمن اتحاد شکل نه دی نیولی.

    د دې طرحې د ناکامۍ تر ټولو لوی لامل د افغان حکومت د مخالفینو خپلمنځي تضادونه او د هغوی د وابستګۍ د سرچینو توپیر دی. په داسې حال کې چې د دغو مخالفو څېرو یوه برخه د پاکستان د استخباراتي دستګاه په مستقیمو لاسپوڅو او اجیرانو بدله شوې ده، بله برخه یې بیا له اسلام‌ آباد سره تاریخي دښمني یا حساسیت لري او د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو استخباراتي سازمانونو ګټې پالي. د داسې متضادو او پردیپالو ډلو راټولول د یوې واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې، چې له یوې خوا د پاکستان امر ومني او له بلې خوا د نورو تمویلونکو له غوښتنو سرغړونه ونه کړي، د پاکستاني استخباراتو لپاره یو نه حل کېدونکی مأموریت دی.

    له بلې خوا، که فرضاً پاکستان د دې ډلو یوه وړه برخه په موقتي توګه له مالي او نظامي اړخه تمویل کړي، بیا هم د اوس لپاره د افغانستان د امنیتي ثبات د ګډوډولو توان نه لري. د دې ادعا د ثبوت لپاره غوره بېلګه په سیمه کې د داعش ډلې د پروژې ناکامي ده؛ پاکستاني استخباراتو هڅه وکړه چې له داعش څخه د افغانستان د کمزوري کولو لپاره کار واخلي، خو د افغان امنیتي ځواکونو د جدي او مدبرانه ځپلو له امله دا پروژه په هېواد کې دننه له سترې ماتې سره مخ شوه. یادې تجربې ثابته کړه چې افغان حکومت د نظامي ګواښونو د شنډولو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د جګړې د نویو جبهو پرانیستل د پاکستان لپاره اسانه کار نه دی.

    د دغو استخباراتي پروژو د ناکامۍ له امله، اوس د پاکستان ستراتیژۍ له عملي او فزیکي ګواښ څخه پر رواني او تبلیغاتي جګړې تمرکز کړی دی. د مثال په توګه، په دې وروستیو کې په پاکستان کې دننه د مخورو علماوو هدفي وژنې او د هغوی تر شا د کابل د لاس لرلو ادعاوې د همدې پروپاګند برخه ده. اسلام‌ آباد له دې قضیو څخه د تبلیغاتي سوژو په توګه ګټه اخلي، ترڅو د حقایقو په تحریفولو سره افغان حکومت د نامسؤله وسلوالو ډلو په ساتلو تورن کړي او په ورته وخت کې د خپلو کورنیو امنیتي ناکامیو پړه پر بل واچوي. مخالفتونه او د مقاومت په نوم ډله د نظامي ګواښ پر ځای، اوس د پاکستان د رسنیزې جګړې په ابزارو بدل شوي دي.

    بله لویه ننګونه چې مخالفې ډلې یې له مشروعیت او بریا څخه محرومې کړي، د ولسي ملاتړ نشتوالی دی. دا څېرې که څه هم ځانونه د قومي، ژبنیو او سمتي داعیو په اساس د افغانستان د ځینو پرګنو استازي بولي، خو په حقیقت کې د خپلو تېرو ناکامو تجربو، مالي فساد او د پردیو هېوادونو په غېږ کې د ناستو او جګړې د شعارونو له امله خپل ټول ټولنیز نفوذ بایللی دی. هغوی حتی د هغو قومونو استازیتوب هم نشي کولای چې په نوم یې شعارونه ورکوي، ځکه د افغانستان ولس پوهېږي چې د دغو ډلو تحرکات د هېواد د ملي ګټو لپاره نه، بلکې د پاکستان د پوځي رژیم د سیاسي اجنډا د پلي کولو لپاره دي.

    د افغان حکومت د مخالفینو د متحد کولو لپاره د پاکستاني استخباراتو هڅې د یو جدي او ستراتیژیک ګواښ په پرتله ډېر د ډیپلوماټیک او تبلیغاتي فشار یو تاکتیک دی. د مخالفینو تیت او پرک حالت، د هغوی د وابستګیو تضاد، په هېواد کې دننه د داعش د پروژې ماتې او د ولسي ریښو نشتوالی دا ثابتوي چې پاکستان په افغانستان کې د یو داسې نظامي او سیاسي بدلون د راوستلو توان نه لري چې اوسنی حاکمیت له جدي خطر او ګواښ سره مخ کړي. د دې هڅو پایله یوازې تر رسنیزو او استخباراتي چینلونو پورې محدوده ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر اسرائیل د ايران د بريدونو له امله په نړيوالو بازارونو کې د نفتو بیې‌ لوړې شوې
    راتلونکي مقاله د چین ولسمشر په دوه ورځني سفر شمالي کوریا ته ورسېد

    مربوطه لیکنې

    پنځم پسرلی او د مقاومت د خیالي ونې رژېدل

    7 جون 2026

    د خيالي مبارزې دوام؛ د مخالفینو په آنلاین کنفرانسونو کې څه دي؟

    4 جون 2026

    د پاکستان او د مقاومتي جبهو ترمنځ څه روان دي؟

    3 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 8 جون 2026

    یمن سره بحیره کې د اسرائیلي کښتیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

    د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، جنرال یحیی سریع په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سر…

    فیلیپین کې د رېښتر په کچه ۸.۲ درجې زلزله شوې

    8 جون 2026

    د چین ولسمشر په دوه ورځني سفر شمالي کوریا ته ورسېد

    8 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    یمن سره بحیره کې د اسرائیلي کښتیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

    8 جون 2026

    فیلیپین کې د رېښتر په کچه ۸.۲ درجې زلزله شوې

    8 جون 2026

    د چین ولسمشر په دوه ورځني سفر شمالي کوریا ته ورسېد

    8 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،206 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.