وروستیو سیاسي او استخباراتي خوځښتونو ښودلې چې اسلام آباد یو ځل بیا هڅه کوي چې د افغانستان د اوسني حاکمیت پر وړاندې د مخالفو څېرو او ډلو یو نوی اتحاد رامنځته کړي. په ۲۰۲۵م کال کې په اسلام آباد کې ښکاره ناستې، په ۲۰۲۶م کال کې په لندن کې تعقیبي غونډه او له هغه وړاندې په ترکیه او نورو هېوادونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) له استازو سره پټې لیدنې، د همدې طرحې برخه دي. که څه هم دا تحرکات د کابل لپاره د یو موازي او رښتیني ګواښ په توګه تبلیغ کېږي، خو د پېښو ژور تحلیل ښيي چې دا هڅې له بنسټیزو خنډونو سره مخ دي او تر اوسه یې د یو واحد او اغېزمن اتحاد شکل نه دی نیولی.
د دې طرحې د ناکامۍ تر ټولو لوی لامل د افغان حکومت د مخالفینو خپلمنځي تضادونه او د هغوی د وابستګۍ د سرچینو توپیر دی. په داسې حال کې چې د دغو مخالفو څېرو یوه برخه د پاکستان د استخباراتي دستګاه په مستقیمو لاسپوڅو او اجیرانو بدله شوې ده، بله برخه یې بیا له اسلام آباد سره تاریخي دښمني یا حساسیت لري او د نورو سیمهییزو او نړیوالو استخباراتي سازمانونو ګټې پالي. د داسې متضادو او پردیپالو ډلو راټولول د یوې واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې، چې له یوې خوا د پاکستان امر ومني او له بلې خوا د نورو تمویلونکو له غوښتنو سرغړونه ونه کړي، د پاکستاني استخباراتو لپاره یو نه حل کېدونکی مأموریت دی.
له بلې خوا، که فرضاً پاکستان د دې ډلو یوه وړه برخه په موقتي توګه له مالي او نظامي اړخه تمویل کړي، بیا هم د اوس لپاره د افغانستان د امنیتي ثبات د ګډوډولو توان نه لري. د دې ادعا د ثبوت لپاره غوره بېلګه په سیمه کې د داعش ډلې د پروژې ناکامي ده؛ پاکستاني استخباراتو هڅه وکړه چې له داعش څخه د افغانستان د کمزوري کولو لپاره کار واخلي، خو د افغان امنیتي ځواکونو د جدي او مدبرانه ځپلو له امله دا پروژه په هېواد کې دننه له سترې ماتې سره مخ شوه. یادې تجربې ثابته کړه چې افغان حکومت د نظامي ګواښونو د شنډولو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او د جګړې د نویو جبهو پرانیستل د پاکستان لپاره اسانه کار نه دی.
د دغو استخباراتي پروژو د ناکامۍ له امله، اوس د پاکستان ستراتیژۍ له عملي او فزیکي ګواښ څخه پر رواني او تبلیغاتي جګړې تمرکز کړی دی. د مثال په توګه، په دې وروستیو کې په پاکستان کې دننه د مخورو علماوو هدفي وژنې او د هغوی تر شا د کابل د لاس لرلو ادعاوې د همدې پروپاګند برخه ده. اسلام آباد له دې قضیو څخه د تبلیغاتي سوژو په توګه ګټه اخلي، ترڅو د حقایقو په تحریفولو سره افغان حکومت د نامسؤله وسلوالو ډلو په ساتلو تورن کړي او په ورته وخت کې د خپلو کورنیو امنیتي ناکامیو پړه پر بل واچوي. مخالفتونه او د مقاومت په نوم ډله د نظامي ګواښ پر ځای، اوس د پاکستان د رسنیزې جګړې په ابزارو بدل شوي دي.
بله لویه ننګونه چې مخالفې ډلې یې له مشروعیت او بریا څخه محرومې کړي، د ولسي ملاتړ نشتوالی دی. دا څېرې که څه هم ځانونه د قومي، ژبنیو او سمتي داعیو په اساس د افغانستان د ځینو پرګنو استازي بولي، خو په حقیقت کې د خپلو تېرو ناکامو تجربو، مالي فساد او د پردیو هېوادونو په غېږ کې د ناستو او جګړې د شعارونو له امله خپل ټول ټولنیز نفوذ بایللی دی. هغوی حتی د هغو قومونو استازیتوب هم نشي کولای چې په نوم یې شعارونه ورکوي، ځکه د افغانستان ولس پوهېږي چې د دغو ډلو تحرکات د هېواد د ملي ګټو لپاره نه، بلکې د پاکستان د پوځي رژیم د سیاسي اجنډا د پلي کولو لپاره دي.
د افغان حکومت د مخالفینو د متحد کولو لپاره د پاکستاني استخباراتو هڅې د یو جدي او ستراتیژیک ګواښ په پرتله ډېر د ډیپلوماټیک او تبلیغاتي فشار یو تاکتیک دی. د مخالفینو تیت او پرک حالت، د هغوی د وابستګیو تضاد، په هېواد کې دننه د داعش د پروژې ماتې او د ولسي ریښو نشتوالی دا ثابتوي چې پاکستان په افغانستان کې د یو داسې نظامي او سیاسي بدلون د راوستلو توان نه لري چې اوسنی حاکمیت له جدي خطر او ګواښ سره مخ کړي. د دې هڅو پایله یوازې تر رسنیزو او استخباراتي چینلونو پورې محدوده ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


