د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، جنرال یحیی سریع په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سر له نن څخه په سره بحیره کې د صهیونیستي رژیم اړوند کښتیو تګ راتګ منع دی.
سریع زیاته کړې، چې دا پرېکړه د ایران، فلسطین، لبنان، عراق او یمن پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون او د «مقاومت محور» د ملاتړ په موخه شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې په سره بحیره کې د اسرائیلو لپاره «مطلق سمندري بندیز» اعلان شوی او هر هغه حرکت چې له دې اعلان وروسته ترسره کېږي، د یمني ځواکونو له توند غبرګون سره به مخامخ شي.
یحیی سریع دغه راز خبرداری ورکړی چې د صهیونیستي رژیم د هر نوي اقدام په مقابل کې به د دوی ځواب لا سخت وي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، چې نن سهار یې اشغال شوي فلسطین کې پر صهیونیستي توغندیز بریدونه هم کړي دي.


