د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې د دیارلسو امارتي ادارو او وزارتونو کارکوونکو لپاره یې د اسنادو او مکتوبونو د ډیجیټل مدیریتي سیسټم د کارولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، یاد سیسټم به د چارو په چټکتیا، د جعل او فساد په مخنیوي، د وخت په سپما او د اداري شفافیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي چې د دې سیسټم پلي کېدل به د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ بهیر لا اغېزمن کړي او د کاغذي کارونو اړتیا به راکمه کړي.


