سرچينې وايي، پر فرضي کرښه پرتو سيمو د پاکستان پوځي رژيم د بېګاني بمبار په لړ کې د شپې شاوخوا دولس نیمې بجې، د کونړ شلتن ولسوالۍ د کربوړو سیمه کې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د عامو خلکو پر يوه کور بمبار شوی.
د معلوماتو له مخې، د ياد جنايت له امله یوه ماشومه شهیده شوې او د یوې ښځې په شمول دوه تنه نور ماشومان ټپیان شوي دي.


