هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې پاکستاني رژيم تېره شپه د ډرون پر نټ د پکتیکا ولایت، برمل ولسوالۍ، د منګړیټي سیمې د ګجيخېلو په کلي کې د شیرمست او حسن خان پر کورونو برید کړی.
سرچينې وايي، په برید کې درې ماشومان شهيدان شوي.
په شهیدانو کې نظام الله ۷ کلن او خدیجه ۸ کلنه د شیرمست اولادونه او مزدلفه ۹ کلنه بيا د حسن خان لور وه.
همدارنګه دواړه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، څو غواوې، پسونه او د کور نور مالي توکي له منځه تللي دي.


