د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي ډېر ژر ایران کې پر برښناکوټونو او پلونو د نویو بریدونو امر صادر کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې کړې او د دې اقدام لامل یې د ایران له لوري د مذاکراتو بهیر اوږدېدل بللي.
ټرمپ ویلي، تهران له واشنګټن سره احتمالي هوکړه تر وخت ډېره ځنډولې ده.
نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې د اوربند پر مهال د ایران له لوري د هوایي دفاع بیارغول شوي ۵۵ سلنه سېسټمونه د امریکا په وروستیو بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.


