Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د ايران بهرنيو چارو وزير ويلي امريکا سره د بل هر وخت په پرتله ډېر تفاهم ته نژدې شوي
    سیمه

    د ايران بهرنيو چارو وزير ويلي امريکا سره د بل هر وخت په پرتله ډېر تفاهم ته نژدې شوي

    عمران آغاعمران آغا13 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د تهران- واشنګټن د احتمالي هوکړې په اړه د ایران دولتي راډیو- ټلوېزیون ته ویلي، چې د بل هر وخت پرتله ډېر تفاهم ته نژدې شوې دي.

    نوموړي ويلي، چې دا ښايي په راتلونکو، یوه دوې ورځو کې وشي، او يا هم ښايي په راتلونکو څو ورځو کې.

    هغه یو ځل بیا د خپل هیواد له رسنیو وغوښتل چې له داسې اټکلونو ډډه وکړي چې کولی شي “فضا ګډوډه کړي او دا فرصت زیانمن کړي.”

    عراقچي وویل، که څه هم د حجم له مخې دا یادښت دوې پاڼې یا یوه نیمه پاڼه دی، خو دوې میاشتې کېږي، چې خبرې پرې شوې او هرې جملې او بندونو ته یې بیا بیا کتنه شوې.

    هغه ويلي «راپورونه په وخت سره د ملي امنیت عالي شورا او امنیتي ادارو ته سپارل شوي، پوځي ځواکونو هم د هرمز تنګي او د جګړې پای ته رسېدو په ګډون مهم مسایل څارلي دي.»

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ويلي، د دغه کار پایله د ایران د خلکو د ګټو لپاره ښه پایله ده، چې په ډګر کې د دغه هېواد د بریاوو د تثبیت لامل کېږي او په وينا یې دغه بریالیتوبونه په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې د ایران شتون او اقتدار هم پیاوړی کوي.

    عراقچي وايي، د هرمز تنګی د ایران او عمان تر واکمنۍ لاندې دی او زیاته یې کړه، چې تر اوسه دغه خدمت وړیا و؛ خو اوس مو پرېکړه کړې چې د هرمز تنګي د ادارې راتلونکی به له تېر سره توپیر ولري.

    عباس عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته همدا راز ويلي، چې په دې تړون کې د ایران د بندیزونو لېرې کول هم شامل دي، خو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې به وروسته پیل شي.

    عراقچي ویلي، «د بډایه شویو یورانیمو په اړه لا هم پرېکړه نه‌ ده شوې او په راتلونکې احتمالي هوکړه کې به د اټومي پروګرام او د بندیزونو د لرې کولو موضوعات مطرح او وروستی برخلیک به یې وټاکل شي».

    مخکینۍ مقالهاماراتو د دې هېواد له لارې د ایران کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو راپورونه رد کړل
    راتلونکي مقاله تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې یو میلیون ټنه توکي لېږدول شوي

    مربوطه لیکنې

    مولوي بلال کریمي د چین‌ـ‌جنوبي اسیا همکاریو په اووم فورم کې ګډون او وینا کړې

    13 جون 2026

    د ایران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون ۱۴ مادې رسنيزې شوې

    12 جون 2026

    د ايران او امريکا ترمنځ د جګړې د درېدو تړون ښايي راتلونکې يکشنبه لاسليک شي

    12 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 جون 2026

    د اوکراین دولتي پورونه له ۹۸ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي

    د اوکراین د ماليې وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د دغه…

    ‏د معیار او کیفیت ادارې هېواد ته د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخنیوی کړی

    13 جون 2026

    د مشرتابه په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه کې د هېواد د تعليمي، اقتصادي او سياسي چارو پر پياوړتيا خبرې شوي

    13 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اوکراین دولتي پورونه له ۹۸ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي

    13 جون 2026

    ‏د معیار او کیفیت ادارې هېواد ته د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخنیوی کړی

    13 جون 2026

    د مشرتابه په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه کې د هېواد د تعليمي، اقتصادي او سياسي چارو پر پياوړتيا خبرې شوي

    13 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.