د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي، چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د موټر د ټکر له امله د درې نجونو د ټپي کېدو په تړاو، د پېښې عامل له خپل موټر سره یو ځای نیول شوی دی.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې نیول شوی کس دا مهال تر قانوني څېړنو لاندې دی او د قضیې په اړه لازم اجراآت روان دي.


