د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد، د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته په سفر ولاړ.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلی زاهد به د تاشکند نړۍوال پانګونې فورم «TIIF – 2026» کې ګډون وکړي او د فورم په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره وګوري.
ټاکل شوې ده، چې په یاد فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ خوني استازي او یو شمیر سوداګر هم ګډون وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تمه لري چې دغه سفر به د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو او د پانګونې د جلب په برخه کې مثبتې پایلې ولري.


