د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مأموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
د راپورونو له مخې، د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د شورا ټولو ۱۵ غړو د یوناما د مأموریت د یو کلن تمدید په ملاتړ مثبتې رایې ورکړې.
د یادونې ده، چې افغانستان کې د یوناما د مأموریت د غځولو پرېکړهلیک د چین له لوري امنیت شورا ته وړاندې شوی و.


