د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، نن سه شنبه (د غبرګولي، ۲۶مه) د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه.
سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې په هېواد کې د بېکارۍ کچې راکمولو، په هېواد کې د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې خبرې شوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، غونډه کې د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست پر پراختیا، د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ، د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوي دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، یاد موضوعات د هېواد اووه زونونو د والیانو له لورې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوي وو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې هم شوې دي.


