Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»امریکایي رسنیو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د ۱۴ مادو جزئیات خپاره کړي
    سیمه

    امریکایي رسنیو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د ۱۴ مادو جزئیات خپاره کړي

    عمران آغاعمران آغا18 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اکسیوس په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د ۱۴ مادو جزئیات یې ترلاسه کړي.

    دغه مسوده د جګړې د پای ته رسولو، د بندیزونو د لغوه کېدو، د ایران د اټومي پروګرام، د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د اقتصادي همکاریو په اړه پراخ موارد رانغاړي.

    د راپور له مخې، په لومړۍ ماده کې دواړه هېوادونه او د هغوی متحدین ژمنه کوي چې په روانه جګړه کې به، د لبنان په ګډون، په ټولو جبهو کې سملاسي او دایمي اوربند عملي کوي او د یو بل پرضد به هېڅ ډول دښمنانه اقدام، ګواښ او زور نه کاروي.

    په دویمه ماده کې دواړه لوري د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه کوي

    د مسودې له مخې، ایران او امریکا به په ۶۰ ورځو کې، چې د دواړو خواوو په رضایت غځېدلی هم شي، خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي او وروستي توافق ته به ورسېږي.

    په څلورمه ماده کې راغلي چې امریکا به د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته سمندري محاصره لغوه کړي، د ایران پر ضد به له هر ډول برید او خنډ جوړونې ډډه وکړي او د ۳۰ ورځو په موده کې به سمندري تګ راتګ بېرته بشپړ ظرفیت ته ورسوي.

    همداراز واشنګټن ژمنه کړې چې د وروستي توافق له لاسلیکېدو وروسته به په ۳۰ ورځو کې خپل ځواکونه له شاوخوا سیمو وباسي.

    د پنځمې مادې له مخې، ایران به سملاسي د خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بیا پیلولو لپاره عملي اقدامات وکړي او هڅه به وکړي چې دغه بهیر تر ۳۰ ورځو پورې تر جګړې مخکې حالت ته ستون شي.

    په دې برخه کې د ماینونو پاکول او تخنیکي ستونزو حل کول هم د ایران مسوولیت بلل شوی دی.

    د مسودې شپږمه ماده د ایران اقتصادي بیا رغونې ته ځانګړې شوې ده.

    په دې ماده کې امریکا ژمنه کړې چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه به د ایران د بیا رغونې او اقتصادي پراختیا لپاره یو جامع پلان جوړوي او د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو مالي ملاتړ تضمین به کوي. ټاکل شوې چې د دغه پلان د تطبیق میکانیزم په ۶۰ ورځو کې جوړ شي.

    د اوومې مادې له مخې، امریکا به د وروستي توافق د مهالویش پر بنسټ پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه لغوه کوي. په دې بندیزونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونه، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د حکامو شورا محدودیتونه او د امریکا لومړني او ثانوي بندیزونه شامل دي.

    په اتمه ماده کې ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېڅکله به اټومي وسله نه جوړوي. دواړه هېوادونه موافقه کوي، چې د بډایه شویو اټومي موادو برخلیک، د ایران اټومي اړتیاوې او د اټومي پروګرام اړوند نورې موضوعګانې به په وروستي توافق کې په تفصیل سره حل او فصل شي.

    نهمه ماده وايي چې تر وروستي توافق پورې به اوسنی وضعیت ساتل کېږي. د دې مادې له مخې، ایران به خپل اټومي پروګرام په اوسني حالت کې ساتي او امریکا به نه نوي بندیزونه لګوي او نه به په سیمه کې خپل پوځي حضور زیاتوي.

    د لسمې مادې له مخې، امریکا به د تفاهم‌لیک له لاسلیک سره سم د خپلې خزانې وزارت له لارې د ایران د خامو تېلو، پتروشیمي محصولاتو او مشتقاتو د صادراتو لپاره اړینې اجازې صادرې کړي. په دې کې بانکي، بیمه‌یي، ترانسپورتي او نور اړوند خدمات هم شامل دي.

    یوولسمه ماده د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په اړه ده. د دې مادې له مخې، امریکا به د خبرو اترو د پرمختګ له بهیر سره سم د ایران ټولې محدودې شوې او کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د تهران په بشپړ واک کې ورکړي. همداراز به د دې بهیر لپاره ټولې اړینې حقوقي او مالي اجازې هم صادرې کړي.

    په دوولسمه ماده کې دواړه هېوادونه د یوه داسې اجرایي میکانیزم پر جوړولو موافقه کوي چې د وروستي توافق د تطبیق او د دواړو لورو د ژمنو د عملي کېدو څارنه وکړي.

    دیارلسمه ماده ټینګار کوي چې ایران او امریکا به یوازې هغه وخت د وروستي توافق د پاتې مادو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي چې د څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کېدو او دوام په اړه لازم تضمینونه ترلاسه شي.

    د مسودې وروستۍ، څوارلسمه ماده وايي، چې وروستی توافق به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک له لارې تصویب او نافذ شي.

    اکسیوس او نورو امریکايي رسنیو د دې مسودې د افشا کېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه نه د ایران حکومت او نه هم د امریکا چارواکو د یادو ۱۴ مادو د رسمي تایید یا رد په اړه څه ویلي دي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د رغنده تعامل پر دوام ټینګار شوی
    راتلونکي مقاله زابل کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ټرانسپورټي ترمینل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

    مربوطه لیکنې

    د بی بي سي پخوانی خبریال داوود جنبش: عجیبه نه ده؟ له سمیع سادات نیولې د مسعودیانو تر میثم او له انټرنشنل نه تر امو او صبح و شام پورې ټول، د پاکستان تر ولکې لاندې افغان سیمو باندې بریدونه غندي

    20 جون 2026

    د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤول، علي میثم نظري: پر پاکستان د طالبانو بریدونه په کلکه ټکو غندم، داسې افغانستان نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د سیمې او نړۍ

    20 جون 2026

    د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي د مقاومت جبهې او نورو ډلو مشرانو ته: د څو زرو ډالرو، کور، موټر او دفترونو په بدل کې، په خدای که دا سپکاوی او ذلت دومره ارزښت ولري

    20 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 جون 2026

    د بی بي سي پخوانی خبریال داوود جنبش: عجیبه نه ده؟ له سمیع سادات نیولې د مسعودیانو تر میثم او له انټرنشنل نه تر امو او صبح و شام پورې ټول، د پاکستان تر ولکې لاندې افغان سیمو باندې بریدونه غندي

    د بي بي سي پخواني خبریال داوود جنبش پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش ډلې…

    د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤول، علي میثم نظري: پر پاکستان د طالبانو بریدونه په کلکه ټکو غندم، داسې افغانستان نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د سیمې او نړۍ

    20 جون 2026

    د امریکا مړاوی کېدونکی ډال؛ ولې د خلیج هېوادونه نور د امریکا پر امنیتي ژمنو باور نه لري؟

    20 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بی بي سي پخوانی خبریال داوود جنبش: عجیبه نه ده؟ له سمیع سادات نیولې د مسعودیانو تر میثم او له انټرنشنل نه تر امو او صبح و شام پورې ټول، د پاکستان تر ولکې لاندې افغان سیمو باندې بریدونه غندي

    20 جون 2026

    د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤول، علي میثم نظري: پر پاکستان د طالبانو بریدونه په کلکه ټکو غندم، داسې افغانستان نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د سیمې او نړۍ

    20 جون 2026

    د امریکا مړاوی کېدونکی ډال؛ ولې د خلیج هېوادونه نور د امریکا پر امنیتي ژمنو باور نه لري؟

    20 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،167 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،218 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.