د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد په کوربهتوب د امریکا او ایران ترمنځ د نن جمعې ورځې لپاره پلان شوي مذاکرات ځنډېدلې دي.
اکسیوس وېبپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې یاد مذاکرات ښایي په لبنان کې له اوربند د صهیونیستي رژیم د سرغړونو له امله ځنډېدلي وي.
په ورته مهال امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې له ایران سره احتمالي مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر هم لغوه شوی دی.


