بریټانوۍ «ابزرور» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزیر کيیر سټارمر ښايي سبا (دوشنبه) له خپلې دندې استعفا ورکړي.
د راپور له مخې، سټارمر له خپلو سلاکارانو سره تر مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د اوسني سیاسي وضعیت دوام ورته ستونزمن شوی دی.
ورځپاڼې د بریټانیا د حاکم ګوند د یوه غړي له قوله لیکلي، سټارمر پتېیلې چې په ګوند کې د واک د دوام لپاره کافي ملاتړ نه لري.
د یادونې ده، چې نوموړی په وروستیو کې په ټاکنیزو سیالیو کې تر ماتو او په کور دننه د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله تر فشار لاندې و.


