د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر، جیډي وېنس له ایران سره مذاکراتو کې د ګډون په موخه سویس ته رسېدلی.
نوموړي ویلي چې د تهران واشنګټن ترمنځ پلان شوي مذاکرات ښایي څو ورځې دوام وکړي.
په ورته مهال ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د محمد باقر قالیباف په مشرۍ د دغه هېواد مرکچي پلاوی هم سویس ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ نن یکشنبه د قطر په منځګړیتوب او د سویس په کوربهتوب مقدماتي مذاکرات پیل شي.


