Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت
    تبصرې

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    عمران آغاعمران آغا21 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د تاریخ پاڼې تل ښيي چې کله یو لوری د مادي ګټو پر بنسټ خپل دین او وطن وپلوري، نو په پای کې د هماغه چا غېږې ته لوېږي چې پرون یې د هغوی په خلاف د مبارزې تمثیل کاوه. د جمهوري رژیم یو شمېر شریر اربکیان، د حوزو آمرین او ځینې نور نظاميان چې پرون یې د هېواد ساده ځوانان د پوځي رژیم په خلاف په جعلي او خیالي شعارونو غولول او هم د هېواد په داخل کې د جګړې دوام ته خوښ ول، نن یې په خپله د هماغه رژیم تر چتر لاندې د خپل هېواد د تخریب لپاره ټوپک اوږې ته کړی دی.

    دغو کسانو د واک پر مهال د جګړې د دوام لپاره داسې شعارونه رامنځته کړي وو، چې ګواکې دوی د هېواد د دښمنانو په وړاندې کلک ولاړ دي، خو کله چې د دوی شخصي او مادي ګټې له خطر سره مخ شوې، نو ثابته یې کړه چې د دوی شعارونه یوازې د ځوانانو د احساساتو د ناسم استفاده کولو او د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره یوه وسیله وه. نن د آی ایس آی په مرسته او تمویل د هغوی مسلح کېدل دا ښيي چې دغه شریر عناصر د سیمې د ځینو متعصبینو او پلورل شویو کسانو تر مشرۍ لاندې یوازې د افغانستان او افغان حکومت د کمزوري کولو په موخه کارول کېږي.

    خو د دغو اربکیانو د شرارت دایره یوازې تر افغانستان محدوده پاتې نه شوه، بلکې د دوی وحشي طبیعت اوس د کوربه سیمې ولسونه هم تنګ کړي دي. د ځایي سرچینو په وینا، په بلوچستان کې د دغو راټولو شویو اربکیانو د ظلمونو په وړاندې په دویمه ورځ هم پراخ لاریون او پرلت دوام لري او لاریونوالو د کوېټې – چمن لویه لار تړلې ده؛ خلک وایي چې دغو پردیپالو د دوی ښځې او ماشومان په کونداغونو وهلي او کټ مټ د وحشیانو په څېر خوی او طبیعت لري.

    نه یوازې پر دغه سیمو د افغان حکومت دقیق بریدونه، بلکې وروستي ولسي پاڅون او د لارو تړلو هم وښودل چې دغه ډلې د بلوچستان په کچلاک، ګلستان، قلعه عبدالله، سرانانو، ګردي ځنګل او نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي، چې د هر کله په څېر به د تاریخ په وړاندې مخ تورې او مغلوبې وي. لاریونوالو آن کلک خبرداری ورکړی چې که پوځي رژیم دا اربکیان ونه شړي، دوی به د پښین او کویټې نورې لویې لارې هم وتړي، چې دا پخپله د دغو شریرو عناصرو په وړاندې د کرکې او عامه نفرت تر ټولو ستر ثبوت دی.

    بل لور ته، د افغان حکومت بیداري او د افغان ځواکونو پر وخت غبرګون، لکه څنګه چې یې په تېرو څو ورځو کې د دوی پر مرکزونو په بریدونو وښودله، دا پیغام ورکوي چې د افغانستان پر امنیت هېڅ ډول معامله نه شي کېدای. دا فتنې به په نطفه کې خنثی کېږي او د استخباراتي لوبو دغه ابزار به د ځایي ولس د غضب او د افغان ځواکونو د بریدونو ترمنځ یو ځل بیا له تاریخي او شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

    مخکینۍ مقالهد اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    مربوطه لیکنې

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    21 جون 2026

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 21 جون 2026

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    د تاریخ پاڼې تل ښيي چې کله یو لوری د مادي ګټو پر بنسټ خپل…

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    21 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پوځي رژیم د اجيرانو رسوايي او د پرونیو شعارونو حقیقت

    21 جون 2026

    د اربکیانو د ظلمونو تسلسل؛ د بلوچستان پرلت او د فتنې ناکامه سناریو

    21 جون 2026

    د شریرو پلانونو شنډېدل او د مرییتوب شرمېدلی برخلیک

    21 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،167 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،219 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.