Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»نورستان کې د پاور بانک جبهې او پوځي رژیم ناکامې محاسبې
    تبصرې

    نورستان کې د پاور بانک جبهې او پوځي رژیم ناکامې محاسبې

    عمران آغاعمران آغا27 سپتمبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې د چترال له لارې د پاور بانک جبهې تر چتر لاندې د فضل ربي خنجاني په مشرۍ او د آی ایس آی په مستقیمه لارښوونه د سلو څخه د زیاتو غولول شویو جنګیالیو هڅه دا وه، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ لاره تر کنټرول لاندې راولي، خو دا هڅه یې کاملاً بې محاسبې او ناسمه سنجول شوې وه. خنجاني په داسې حال کې یاد تحرک رهبري کاوه، چې د سیمې له جغرافیايي وضعیت څخه ناخبره و، د آی ایس آی د مغرورۍ له امله یې د افغان امنیتي ځواکونو استخباراتي بیداري صرف نظر کړې وه او پردي زامن یې د مرګ کندې ته ټېل وهل.

    د آی ایس آی، پاوربانک جبهې او داعش ډلې محاسبې هغه مهال لا ناکامې ثابتې شوې، چې له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شول، درانه تلفات یې ولیدل او بېرته د ګوتو په شمار کسان تش لاس له سیمې څخه تېښتې ته اړ شول. دوی فکر کاوه چې دا خاوره مالک نه لري او آی ایس آی به وکولای شي دوی د واک تر څوکیو ورسوي، خو په اصل کې له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړه کې مخالفینو ته قصداً د ننوتلو موقع ورکول شوې وه، څو پر ټولو مخالفینو برلاسی پیدا شي او بیا د شاتګ موقع له لاسه ورکړي؛ همدا وه چې د پاور بانک جبهې پر غړو پرېکنده او کوټلي عملیات پیل شول، ګڼ شمېر غړي یې ووژل شول او یو شمېر یې اسیران شول.

    د نیول شویو او وژل شویو کسانو هويت، پس منظر او له ایران څخه د دغه کډوالو شویو افغان ځوانانو ایستل او بیا په پاکستاني پوځي کمپونو کې مېشتول هم علتونه لري، چې یو علت یې د پاور بانک جبهې مالي او ايډیالوژیک بحران دی. دښمن د هغو افغان ځوانانو له اقتصادي مجبوریت او ناچارۍ څخه ناوړه استفاده کړې، چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو. دوی یې لومړی پاکستان او بیا هلته فرضي کرښې ته نږدې کمپونو کې د لږو پیسو په بدل کې مېشت کړي وو، له همدې امله دا کسان بې هدفه، بې موراله او د جنګي انګېزې له نشتوالي سره مخ وو، چې افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې یې ماتې وخوړل.

    له ایرانه پاکستان ته د یادو کډوالو د لېږ بل علت دا دی، چې امریکا او د هغه امنیتي شریک پاکستان وېره لرل، چې ایران کې مېشت پخواني افغان نظامیان د پناه ورکولو له امله د ایران تر احسان لاندې دي، چې هر مهال د امریکا او د هغوی د شریکانو په ضد فعالیتونو کې کار ترې اخیستلی شي؛ د دغه وېرې د ختمولو لپاره پخواني افغان نظامیان لومړی پاکستان ته انتقالېږي او بیا د آی ایس آی او پوځي رژیم په نورو کمپونو کې له روزنې وروسته افغانستان ته له یو شمېر نورو فتنه ګرو سره یو ځای را لېږل کېږي، تر څو افغانستان وګواښي.

    له بلې خوا، پاور بانک جبهه له لومړیو د ناکامۍ سره مخ وه، خو بیا یې هم هڅه کول په تبلیغاتو دا ماتې پټه کړي، مګر د دغه جبهې یو بل مخالف، عطامحمد نور په څرګندو ټکو اعتراف وکړ او پاور بانک جبهې ته په خطاب کې یې وویل، چې د پردیو د خوښۍ او شهرت ترلاسه کولو لپاره دې اړمن، کډوال او د مظلوم ولس ځوانان د مرګ کندې ته نه لېږي. خو اوس چې وضعیت نه انکارېدونکی شو، پاور بانک جبهې په غیر رسمي ډول انکار کړی، چې یاد وسلوال کسان په دوی پورې اړه نه لري.

    پاور بانک جبهه د آی ایس آی له ملاتړ سره – سره د سختو ستونزو سره مخ ده او نه شي کولای د دې لویې ماتې مسؤلیت ومني. د ټولنیزو رسنیو فعالانو او شنونکو باور دا دی، چې دا کار د ناچاره ځوانانو په ژوند قمار وهل دي او د پاور بانک جبهې لپاره یو تاریخي شرم دی، چې ناچاره ځوانان او یو شمېر پخواني نظامیان په داسې حال کې د جګړې لپاره مخې ته کوي، چې پخپله یې پر سر پروژې اخلي او په بهرنیو هېوادونو کې آرام ژوند کوي.

    مخکینۍ مقاله۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    26 سپتمبر 2026

    د مقاومت ډرامې؛ د ریګستاني تبلیغاتي ویډيوګانې او د هغوی واقعیت

    23 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 27 سپتمبر 2026

    نورستان کې د پاور بانک جبهې او پوځي رژیم ناکامې محاسبې

    د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې د چترال له لارې د پاور بانک جبهې…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    27 سپتمبر 2026

    ايران ويلي هر ډول تېري ته به په نوې پوځي ټکنالوژۍ ځواب ورکړل

    27 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورستان کې د پاور بانک جبهې او پوځي رژیم ناکامې محاسبې

    27 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    27 سپتمبر 2026

    ايران ويلي هر ډول تېري ته به په نوې پوځي ټکنالوژۍ ځواب ورکړل

    27 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،196 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.